د کابل طبي علومو پوهنتون له ۶ پوهنځيو څخه ۲۲۲ تنه محصلین، د ریاست الورزاء سیاسي مرستیال په حضور کې فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. 

nasir_admin
Tue, Sep 03 2024 12:32 PM
1155000041855


د کابل طبي علومو پوهنتون کې، په همدې مناسبت فراغتغونډه کې، چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی و، د ریاست  الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یادو ډاکټرانو په فراغت خوښي وښوده او ترې ویې غوښتل چې د هېواد د روغتیا سکټور د اعتماد بیا تر لاسه کولو کې خپل رول ولوبوي. 
نوموړي زیاته کړه: «پخوا مافیا د روغتیا سکټور اعتماد په خلکو کې له منځه وړی و، چې په پایله کې یې هر کال زموږ ډېر شمېر ناروغان بهر ته د درملنې په موخه تلل، چې له نېکه مرغه له فتحې وروسته له دې برخې څخه د مافیا لاسونه لنډ شوي دي.» 
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ا.ا.ا د تېرو دریو کلونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او له فارغو شویو ډاکټرانو څخه یې وغوښتل، چې د اسلام مبین دین پر اوصولو خپل ظاهر او باطن برابر او د خپلو خلکو اقتصادي حالت ته په کتو د هغوی خدمت وکړي.  
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په ټولنه کې د مسلکي اشخاصو، په ځانګړې ډول طب برخې پر ارزښت ټينګار وکړ. 
هغه وویل: «اوس په افغانستان کې پخوانی حالت نه دی، اوس قوم او سمت اعتبار نه لري، بلکې استعداد، لیاقت او توانایي ته ارزښت ورکول کېږي. نو هر څومره زیاته توانایي چې ولرئ، په هماغه کچه به په نظام کې د خدمت زمینه درته برابره شي.» 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې موږ هڅه کوو د طب په برخه کې د ماسټري او دوکتورا په کچه له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې برنامې ولرو، کار وکړو، چې عملاُ په دې برخه کې کار روان دی. نوموړي له فارغو شویو ډاکټرانو څخه وغوښتل چې له شته فرصت څخه په استفادې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، په لېسانس سند بسنه ونکړي او له خپل نظام څخه ملاتړ وکړي. 
همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجاد وویل چې د دغه پوهنتون له ۶ پوهنځيو څخه ۲۲۲ تنه ډاکټران فارغ شول، چې د لومړي ځل لپاره د طبي انجنیرۍ څانګې ۲۲ تنه محصلین هم پکې شامل دي. 
د فراغتغونډې په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه پلاوي یې ملتیا کوله، د نوښت او طبي وسایلو ډيزاین نندارتون څخه، چې د دغه پوهنتون طبي انجنیرۍ څانګې له لوري جوړ شوی و، لیدنه وکړه.  
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د صفرالمظفر ۳۰مه
۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۱۳مه
۲۰۲۴م، د سپټمبر ۳مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS