د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو او ډاکټرانو سره د کتنې ترڅنګ د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه.

naser_admin
Sat, Nov 23 2024 4:28 PM
Dfbjjhfdhkk

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه د لیدنې سربېره د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو، ډاکټرانو او کارکوونکو سره وکتل او د طب ارزښت او مقام بیانولو ترڅنګ یې، هغوی د محصلانو ښې روزنې او لا صادقانه خدمت ته وهڅول.

 

هغه دغه راز وویل، چې افغانستان په طبي برخه کې متخصصینو او غوره روغتیا پالانو ته اړتیا لري او د ا.ا ا په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، څو راتلونکي کې د نورو برخو تر څنګ، طبي برخه کې هم غوره بشري قوه وروزي.

 

محترم سرپرست وزیر استادان وهڅول، چې په طبي برخو کې د نویو موضوعاتو، پرمختګونو او اړتیاوو سره سم د محصلینو روزنه وکړي او داسې کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې په روغتیایي برخه کې د نورو له احتیاجه خلاص شو.

 

 نوموړي د کندهار طب پوهنځي او تدریسي روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د مسؤلینو ستونزې یې واورېدې. 

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه په داسې حال کې لیدنه او د جامعې له استادانو، فاضلانو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه چې د کندهار مشهور دیني عالم محترم شیخ الحدیث مولوي نظر محمد، د جهادي مدارسو رئیس محترم مولوي عبدالواحد طارق او د علماوو شورا رئیس محترم شیخ الحدیث ملوک شاه آغا صاحب یې هم ملتیا کوله.

 

په ناسته کې محترم سرپرست وزیر فاضلانو ته د علم په ترلاسه کولو او ورځنیو درسونو کې کوښښ په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې د حل په موخه واورېدې.

 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادي الاول ۲۱مه

۱۴۰۳ هـ.ش د قوس ۳ مه

۲۰۲۴م د نومبر ۲۳ مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS