د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوگر ولايت جهادي مدرسې په فراغتغونډه کې گډون او وينا وکړه

naser_admin
Sat, Dec 21 2024 12:13 PM
Fhjkokvfthjj

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم لوګر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت جهادي مدرسې د طالب العلمانو په فراغتغونډه کې په ټولنه کې د علماء کرامو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «علماء کرام د ټولنې ستر نعمت دي. د دین رسوونکي، زموږ رهبران او رهنما دي او د پیغمبر علیه السلام وارثان دي.»

 

نوموړي زیاته کړه چې دا ملت ټول مسلمان دی، په ټولو چارو کې یې لومړیتوب اسلام دی او له علماء کرامو څخه یې وغوښتل چې خپل ملت ته د دین په رسونه کې هڅه وکړي. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر علماء کرامو ته وویل چې د نظام په هره برخه کې که هر ډول ستونزې وي ورسره شریکې یې دې کړي او ویې ویل چې د نظام والي، ولسوال، وزیر، رئیس او ټول مسؤلین ستاسو مامورین دي.

 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الثاني ۱۹مه

۱۴۰۳هـ.ش، د جدې اوله

۲۰۲۴م، د ډسمبر ۲۱مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS