په دغه ښوونیز ورکشاپ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي ریاست له خوا د مالیې وزارت په همکارۍ جوړ شوی و، د هېواد د بېلابېلو زونونو د امارتي تحصیلي نهادونو او دیني جامعاتو د مالي برخو یو شېمر کارکوونکو ګډون کړی و.

naser_admin
Sun, Dec 22 2024 6:20 AM
546846510000

د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، په تحصیلي بنسټونو کې د معاشاتو (AFMIS) سیسټم کارولو او اهمیت په اړه خبرې وکړې.

هغه د اسلامي امارت له مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دغه سیسټم په پلي کېدو سره به د هېواد د تحصيلي نهادونو او دیني جامعاتو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې سرعت، دقت او شفافیت زیات شي. نوموړي دغه راز له ګډونوالو وغوښتل، چې له ياد ورکشاپ څخه اعظمي ګټه پورته کړي او په خپلو اړوندو ادارو کې يې پلی کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د معاشونو نوی سیسټم په نظري او عملي توګه په پنځو ورځو کې تدریس شي، څو دوی وکولای شي یاد سیسټم په خپلو اړوندو ادارو کې پلی کړي. هغه زياته کړه، چې اوسمهال دغه سیسټم د ولايتونو په مستوفیتونو کې فعال دى.

د مالي او حسابي رئیس په وينا په راتلونکو پړاوونو کې به د هېواد ټولو امارتي تحصیلي نهادونو او ديني جامعاتو کې ورته ورکشاپونه جوړ شي او د معاشونو نوى سیسټم به عملي شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS