د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې

naser_admin
Mon, Dec 30 2024 6:35 AM
546513200002

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پیل کې د ترکيې هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان او ترکیه دواړه اسلامي هېوادونه دي او ګډ مذهبي او دیني مشترکات لري، محترم سرپرست وزیر په علمي برخو کې افغانستان سره د ترکیې هېواد همکاري او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې افغانستان له جګړو راوتلی هېواد دی او په بېلابېلو علمي او تحصیلي برخو کې لا همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي دغه راز د افغانستان په پوهنتونونو کې د لېسانس او فوق الېسانس برنامو د ځواکمنتیا او تدریس په برخه کې د ترکیې هېواد همکاري اړینه وبلله او له خپله اړخه یې د ترکیې سفیر ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

همدارنګه په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر جنګ اونال له لوړو زده کړو وزارت سره د خپل هېواد د ملاتړ یادونه وکړه او د تحصیلي برنامو د پراختیا په برخه کې یې خپلې طرحې وړاندې کړې. ښاغلي جنګ اونال وویل: «ترکیه چمتو ده چې د لوړو زده وزارت د پوهنتونونو د ودې او پرمختک لپاره هڅې وکړي.»

د ترکیې سفیر همدا راز د ساختماني انجنیري، زراعت او طب په برخو کې د افغانستان د یو شمېر تحصیلي نهادونو یوه پلاوي ته ترکیي ته د سفر بلنه ورکړه، څو د ترکیې هېواد له پوهنتونونو  څخه د علمي ظرفیت لوړونې او تجربو تر لاسه کولو په موخه لیدنې وکړي. 

د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو علمي او تحصیلي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الاخر۲۷مه
۱۴۰۳هـ.ش، د جدې ۹مه
۲۰۲۴ م، د ډسمبر ۲۹مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS