د لوړو زده کړو رهبري شورا ناسته کې استادانو او محصلینو ته په رخصتیو کې د ظرفیت لوړونې سیمینارونو پر جوړېدو ټینګار وشو

naser_admin
Wed, Jan 01 2025 3:56 PM
Sdrvhjkkkbgfvb

 

د رهبري شورا یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ترسره شوه، محترم سرپرست وزیر د شورا په پیلیزه وینا کې اړونده مسؤلینو ته له مراجعینو او خلکو سره په کارونو کې په لا سهولت او اسانتیا رامنځ ته کولو ټینګار او تاکید وکړ. هغه د شورا غړو ته په خطاب کې وویل چې په را پیل شویو دندو او مسؤلیتونو کې باید له مراجعینو او وګړو سره اساني وکړو او له سختۍ ځان وساتو.

 

محترم سرپرست وزیر دغه راز په خپلو خبرو کې وویل په اعمالو کې ښه او نېک اعمال هغه دي چې له مسلمان سره احسان وشي او هغه خوشحاله شي او هم په مسلمان کې خوشحالي راولي. د لوړو زده کړو وزارت محترم سرپرست وزیر زیاته کړه لوړو زده کړو وزارت هوډ لري چې د تحصیلي نهادونو لا معیاري کېدو او ښه والي لپاره ټولې ممکنه لارې وکاروي.

 

همدارنګه وروسته د تېرې شورا د پرېکړو لنډ راپور ته کتنه وشوه او د اجنداء سره سم، په رخصتیو کې استادانو او محصلینو ته د ظرفیت لوړونې سیمینارونو پر جوړولو، د نورو وزارتونو سره د لوړو زده کړو وزارت د ترسره شویو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر تعقیب، د علماء کرامو د عالیې او عالميې مرحلو د ازموینو پر څرنګوالي او د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه د شورا د غړو تر منځ بحث او نظرونه شریک شول او اړینې پرېکړې وشوې.

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الاخر ۳۰ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د جدې ۱۲مه

۲۰۲۵ م، د جنوري ۱

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS