د ا.ا.ا کابینې غړو په ګډون سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون شاوخواه ۸۰۰ انجنیرانو فراغتونډه ترسره شوه

naser_admin
Sun, Jan 12 2025 5:51 PM
 Dfgthjikngdfb

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له فارغ شویو انجنیرانو وغوښتل چې د افغانستان دښمنانو په منفي تبلیغاتو تېر نوځي او بهر ته د تللو هڅه ونکړي، ځکه هلته یې قدر او عزت نشته. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه فارغ شوي انجنیران د فوق الېسانس لوړو زده کړو ته وهڅول او ترې ویې غوښتل چې په لېسانس زده کړو بسنه ونکړي، د ماسټري او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې وکړي او په ډېر اخلاص د خپل هېواد او خلکو د خدمت جوګه شي. 

 

نوموړي زیاته کړه چې افغاني ټولنه د هر مسلک متخصص ته اړتیا لري او یادو انجنیرانو ته یې په خطاب کې وویل: «مایوسه کېږئ مه، حوصله له لاسه مه ورکوئ، د ا.ا.ا په دې هڅه کې دی چې د ټولو لپاره د کار زمینه برابره شي.»  

 

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وویل چې افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري، نړۍ د ټکنالوژۍ په وسیله مخ ته تللې او موږ ته هم پکار ده چې ټکنالوژي زده او د خپل ټاکلي هدف لپاره یې وکاروو. 

 

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري په خپلو خبرو کې وویل چې اصلي شتمني متخصص کادرونه دي، نه مال او پیسې. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اسلامي نظام د هرې برخې مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري. 

 

همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده وویل چې افغانانو په نشت امکاناتو درې امپراطورۍ راوپرځولې او وروستۍ یې امریکا وه، چې په ټیټو سترګو له دې سپېڅلې خاورې وتښتېده. هغه فارغ شویو انجنیرانو ته سپارښتنه وکړه چې پخپله دا هېواد ودان او د بهرنیانو له احتیاجه یې وساتي. 

 

وروسته د کور او ښار جوړونې سرپرست وزیر وویل چې د افغانستان اقتصادي حالت د ښه کېدو پر لور روان دی او یادو فارغانو ته یې وویل: «علم ته د علم په سترګه وګورئ، نیت مو د خلکو خدمت جوړ کړئ، د دنیا پرستۍ ذهنیت مو له فکره وباسئ، مال الله تعالی پخپله درکوي.» 

 

د یادونې وړ ده چې نن د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځيو ۲۲ څانګو څخه شاوخواه ۸۰۰ انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د رجب المرجب ۱۱مه

د ۱۴۰۳هـ.ش، د جدی ۲۳مه

۲۰۲۵م، د جنوري ۱۲مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS