د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په کندهار ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

naser_admin
Wed, Jan 15 2025 8:05 AM
5541233000002

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب په کندهار پوهنتون کې د عالمیې او عالیې مرحلو شاوخوا ۲ زره ګډونوالو او همدارنګه په کندهار جهادي مدرسه کې د یادو ازموینو پروسه له نږدې وڅارله. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د ازموینو د څارنې پرمهال وویل چې د ازموینو پروسې په اړه مو د کندهار پوهنتون او کندهار جهادي مدرسې له مسؤلینو او د ازموینو له نګرانانو سره وکتل او د ازموینو ښه ترسراوي په موخه مو خبرې ورسره وکړې. 

نوموړي د یادو ازموینو په اړه وویل: «الحمدالله د ازموینو پروسه په ډېر شفاف ډول او د امن په فضاء کې جریان لري.» 

د یادونې وړ ده په دغو ازموینو کې د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې د العالمیة العلیا ازموینې هم شاملې دي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۴مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۲۶مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۵مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS