د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

naser_admin
Tue, Jan 28 2025 1:46 PM
Sfhjjngfj

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې. 

نوموړي وویل چې په اداري چارو کې دا زموږ مسؤلیت دی چې دندې ته په خپل وخت حاضر او په رسمي وخت کې خپلې رسمي چارې په غور او ښه ډول ترسره کړو او له وخت څخه اعظمي ګټه واخلو. 

هغه له شرعي پلوه د وخت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې وخت تر ټولو غوره نعمت دی، اړینه ده چې پوره قدر یې وکړو.  

وروسته له اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه په پوهنتونونو کې له مخابراتي او نورو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر څرنګوالي، د لوړو زده کړو مؤسسو ارتقاء پوهنتونونو ته، د لوړو زده کړو وزارت اړوند دیني جامعاتو استادانو له پوهندوی رتبې څخه لوړې رتبې ته ارتقاء طرزالعمل، په راتلونکي کال کې د کرنې پوهنځیو د لابراتوارونو د تجهیز او مالي امکاناتو چمتو کولو او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۷مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۹مه

 ۲۰۲۵ م د جنوري ۲۸مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS