د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي نهادونو له مسؤلینو سره، د همغږۍ او د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه

naser_admin
Sat, Feb 22 2025 3:04 PM
Aondhejxbkakzn

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د ناستو په تالار کې، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د خصوصي تحصیلي نهادونو استازو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده ناسته کې د خصوصي تحصیلي نهادونو استازو ته ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت په هر اړخیز ډول د یادو نهادونو ملاتړ کوي او د علمي ځواکمنتیا په برخه کې به لازمې اسانتیاوې ورته برابروي.

د یادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې د خصوصي تحصیلي نهادونو د ستونزو په نښه کولو او حل لپاره دوه اړخیزه کمېټه وټاکل شوه.  

 نېټه: شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق، د شعبان المعظم ۲۳مه

۱۴۰۳هـ.ش، د کب ۴مه

۲۰۲۵م، د فبروري ۲۲مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS