د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال درې ورځنی کنفرانس د ا.ا.ا لوړ پوړو مشرانو، داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو او متخصصینو په ګډون سره پیل شو

naser_admin
Mon, Feb 24 2025 4:09 PM
Sdfgujkllpplkooknjjhhg

 

د دغه کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې، چې د لویې جرګې په تالار کې جوړشوي وو، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر، د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت، د اوبو او انرژۍ، د بهرنیو چارو، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو معین صاحبانو د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو رهبرۍ او استادانو، له بهرنیو هېوادونو څخه راغلو استادانو او متخصصینو او همدارنګه د اوبو په چارو کې د ښکېلو مؤسسو استازو ګډون کړی و. 

 

د اوبو نړیوال کنفرانس په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر دغه کنفرانس په هېواد کې د اوبو ښه مدیریت لپاره مهم ګام یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په نورو پوهنتونونو کې هم دا ډول کنفرانسونه دائر شي.

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې اوبه د کمېدو په حال کې دي او د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې منفي اغېزې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان په څېړنو کې ډېر کار ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت هڅې وستایلې. 

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد پر سترو او مهمو مسایلو ملي او نړیوال کنفرانسونه دایر کړي او دا لړۍ به دوام لري. 

 

نوموړي زیاته کړه چې الله تعالی د اوبو پر ارزښت او سمې کارونې ټینګار کړی او ویې ویل، چې د قرانکریم په ۶۳ ایتونو کې الله تعالی د اوبو ذکر کړی دی. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له استادانو او متخصصینو وغوښتل چې د اوبو ښه مدیریت، وچکالۍ، سیلابونو او اقلیم بدلون ستونزو پر وړاندې د مبارزې لپاره څېړنې وکړي او د عملي کولو په پار یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي. 

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده وویل چې دا کنفرانس د خورا مهمې موخې لپاره جوړ شوی او د اوبو مدیریت د ا.ا.ا له بنسټیزو موخو څخه ده. 

 

همدارنګه د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د ریاست الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند پیغام ولوست او ویې ویل چې د ا.ا.ا د اوبو مدیریت د وخت اړتیا بولي، د اوبو ښه مدیریت ته ژمن دی او له استادانو او متخصصینو څخه غواړي چې د اوبو نړیوال کنفرانس له لارې د اقلیم بدولون، وچکالۍ، او سیلابونو ستونزو ته علمي حلارې وړاندې او له اړوندو ادارو سره شریکې کړي. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر او علومو اکاډمۍ پیغامونه هم ولوستل شول، چې په هېواد کې د پایدارې کرنې لپاره د اوبو پر اړتیا او په دې برخه کې پر علمي څېړنو ټينګار پکې شوی و.

 

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده وویل چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د اوبو مدیریت ته ډېر کار او پاملرنه شوی ده. همدا راز د سیمي او نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې اوبه سیاسي نکړي، ځکه دا یوه بشري موضوع ده او د ژوند بقاء تضمینوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت اداري معین ډاکټر محمد نعیم د اوبو ارزښت په اړه د قرانکریم ایاتونو ته په اشارې سره د اوبو پر سمې کارونې ټنګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اوبو د انصراف مخنیوي کې باید عامه پوهاوی وشي.

 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدراعظم وویل چې افغانستان د اقلیم بدلون ستونزې له امله زیانمن شوی او که یې اوبه ښې مدیریت نه شي راتلونکي نسلونه د وچکالۍ سره مخ کېږي. 

 

همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردارولي صالحي، د انګلستان، روسیې، فلپین او پاکستان هېوادونو استازو او متخصصینو خبرې وکړې او د اوبو ساتنه او مدیریت یې د ژوند د بقاء مهم عنصر یاد کړ. 

 

 

د دغه کنفرانس موخې د داخلي او بهرنیو متخصصینو له لوري په افغانستان کې د اوبو اړوند شته ستونزو، ننګونو او خطرونو ته د رسېدنې په برخه کې د سیمې او نړۍ همکاري راجلبول، د علمي څېړنو، طرحو او پالیسیو جوړول او د عملي کولو په پار یې له سکتوري ادارو سره شریکول دي. 

 

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو نړیوال کنفرانس کې د داخلي استادانو سربېره د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواک، سریلانکا، پاکستان، هندوستان، نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو هم ګډون کړی دی.

 

د یادونې وړ ده چې د دغه کنفرانس په دریو ورځو کې به د اوبو اړوند ټولې ۱۳۵ مقالې وړاندې شي، چې ۳۵ یې د بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا په انلاین او حضوري بڼه وړاندې کېږي. 

 

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د شعبان المعظم ۲۵مه

۱۴۰۳هـ.ش، د کب ۶مه

۲۰۲۵م، د فبروري ۲۴مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS