د اوبو نړیوال کانفرانس په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء پيغام

naser_admin
Mon, Feb 24 2025 4:35 PM
Vsisjkzkskzhshjd

 

نحمده و نصلي علی رسوله الکریم اما بعد:

قال الله تبارک و تعالی: وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ(٩) وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ(١٠) رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ(۱۱)( سوره ق) صدق الله العظیم.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

اوبه د ژوند سرچينه او د انساني ټولنې د بقا او پرمختګ له اساسي عواملو ګڼل کیږي.

په ټولو هیوادونو کې غذايي امنیت، عامه روغتیا او اقتصادي وده په یو ډول تر اوبو پورې اړه لري.

ټولو ته معلومه ده چې په نړیواله کچه اقليمي بدلونونو، ناکافي بارانونو، ویجاړوونکو سېلابونو او مسلسلو وچکاليو جدي ستونزې پېښې کړې دي.

دغه راز په ځانګړي ډول زموږ په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو بې کنتروله استخراج نه یوازې د اوبو سرچينې کمزوري کوي، بلکې محيطي او ټولنیزې بدې پایلې هم لري، چې د راتلونکو نسلونو د اوبو اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د سرچینو غوره مدیریت د وخت اړتیا ګڼي، په ځانګړي ډول د ځمکې لاندې اوبو سم کارولو او د اقليمي بدلونونو د اغیزو راکمولو په موخه د ځانګړو تګلارو پلي کولو ته کلک تعهد لري.

موږ باور لرو چې د اوبو د سرچينو د مدیریت په برخه کې د جامع حل لارو د تدوین او تطبيق له لارې کولای شو، په آبي منابعو شته فشار راکم او دغه ارزښتناک امانت تر راتلونکو نسلونو پورې په خوندیتوب سره ورسوو.

د دې مهم کانفرانس له لارې ټولو ګډونوالو ته بې ساری فرصت برابر شوی چې د اوبو سرچینو د مدیریت او خونديتوب په اړه خپل نظریات، څيړنې او عملي تجربې وړاندې کړي.

تر څو د حل لارو په موندلو کې ترې کار واخیستل شي.

موږ له ټولو څيړونکو او متخصصينو غوښتنه کوو، چې د خپل علم او تجربې په رڼا کې د اوبو د مدیریت او اقليمي بدلون د اغیزو کمولو په برخه کې د مؤثرو تګلارو او ستراتیژيو په جوړولو کې برخه واخلي.

څرنګه چې دغه مهم هدف ته رسېدل د بيلابیلو امارتي ادارو، پوهنتونونو، تخصصي مراکزو او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري او همغږي غواړي، بناء په ټولو اړونده اړخونو غږ کوو، چې یادې ستونزې ته د حل په موندلو کې خپل ور په غاړه مسؤلیتونه ترسره کړي.

د همغږۍ او همکارۍ روحیه به د پریکړو د تطبيق په برخه کې مرسته وکړي او د ستونزو د حل په برخه کې به ګټور واقع شي.

په پای کې د کانفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت د هر هغه اقدام کلک ملاتړ کوي، چې زموږ د مؤمن ولس ګټې او پرمختګ ورسره تړلی وي.

دغه راز له ټولو هغو مسؤلینو مننه کوم چې دغه مهم کانفرانس یې رابللی، د کانفرانس تدویر لپاره یې امکانات برابر کړي او یا يې دلته ګډون کړی دی.

الله تعالی دې د دوی هڅې په خپل دربار کې قبولې کړي.

آمين یا رب العالمين

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

 

الحاج ملا محمد حسن آخند

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS