د عبدالله بن مسعود ؓ جامعې ۱۶۰ تنو فاضلانو ته د عربي ژبې او د علمي کچې لوړاوي پیل شوې یو میاشتنۍ دورې پای ته ورسېدې
په همدې مناسبت مراسمو کې، چې د کابل عبدالله بن مسعود ؓ جامعه کې جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په داسې حال کې چې د دغه وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ عبدالله سیحان هم حضور درلود، د یادو دورو فارغانو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ، د عربي ژبې او علم پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین عربي ژبه د قران ژبه وبلله او ویې ویل، چې د دیني علومو په برخه کې چې ډېری درسونه یې په عربي ژبه دي، پکار ده چې طالب العم او فاضل یې په اړه معلومات ولري. هغه په دې برخه کې د یادې جامعې له مسؤلینو مننه وکړه، چې له کم وخت څخه یې د فاضلانو د عربي او د علمي کچې لوړاوي لپاره ډېره استفاده کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې فاضلانو ته په راتلونکي کې هم ورته ګټورې برنامې دایرې کړي.
مالي او اداري معین د خپلو خبرو پر دوام فاضلانو ته په خطاب کې وویل، چې د علم په ترلاسه کولو کې هڅې او د خپلو ټولو زده کړو نیت د الله تعالی رضا او د مسلمانانو خدمت وګرځوي او د خپلو مشرانو قدر وکړي.
همداراز د عبدالله بن مسعود ؓ جامعې د دیني تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله حسین خېل د عربي ژبې او د علمي کچې د لوړاوي روزنیزو دورو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې په دغه یوه میاشتنۍ دورو کې فاضلانو د استادانو او وخت څخه اعظمي استفاده کړې او ډېر څه یې ترلاسه کړي دي.
په پای کې د دغې روزنیزو دورو استادانو ته ستاینلیکونه او ګډونوالو فاضلانو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
د عبدالله بن مسعود ؓ جامعې فاضلانو ته د عربي ژبې او د علمي کچې د لوړاوي دورې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تېر کال هم د دغې جامعې لخوا د بېلابېلو دیني مدارسو ۱۷۰ تنو فارغانو ته د عربي ژبې د زده کړې ۴۱ ورځنۍ برنامه دایره شوې وه.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د شعبان المعظم ۲۶مه
۱۴۰۳هـ.ش، د کب ۷مه
۲۰۲۵م، د فبروري ۲۵مه
