د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه فوق العاده ناسته کې د یاد تحصیلي نهاد له مسؤولینو او د پوهنځیو له رییسانو سره وکتل.

naser_admin
Fri, May 30 2025 1:10 PM
Eddfgtggghhhjhjjjjjjjj

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده ناسته کې کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد په کچه له معتبرو او تاریخي علمي مرکزونو څخه یاد کړ او د مسؤولینو او استادانو له هڅو څخه یې مننه وکړه.

 

محترم شیخ صاحب د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له ځانګړې پاملرنې او مهربانۍ څخه د پوهنتونونو د استادانو او تحصیلي نهادونو د پیاوړتیا په برخه کې مننه وکړه او ویې ویل، چې استادان کولای شي د اغېزناکو څېړنو، ټولنیزو ستونزو د تشخیص، علمي حل لارو، وړاندیزونو او رغنده طرحو له لارې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

 

د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر په دغه فوق العاده ناسته کې د یاد پوهنتون مسؤولینو، د بېلا بېلو پوهنځیو رییسانو او یو شمېر استادانو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او ترې ویې وغوښتل، چې د عملي او نظري تدریسي میتودونو په پیاوړتیا او علمي څېړنو په برخه کې لا فعاله ونډه واخلي. څو ټولنې ته لا په کار پوه متخصصین وړاندې شي. 

 

همداراز د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس مولوي محمد موسی فاروق کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر له ورتګ مننه وکړه او محترم وزیر صاحب ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې د پوهنتون مسؤولین کارمندان او استادان د مسؤلیت احساس لري او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم په پوره ژمنتیا د هېواد د راتلونکې نسل په روزنه بوخت دي او هڅه کوي، چې په ملي کچه د تخنیکي زده‌ کړو د کیفیت لوړولو او پراختیا لپار اغېرمنې پالیسۍ رامنځ ته کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS