د لوړو زده کړو وزیر د سُهېل لوېدیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلانو دیني ـ علمي سمینار اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
Fri, Aug 29 2025 4:55 PM
Bsbzhsmskxkjshsbxb

 

په کندهار پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د کندهار ولایت جهادي مدرسې رئیس، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، علماء کرامو، د کندهار، اناسټو او د کندهار ولایت خصوصي پوهنتونونو مشرتابه پلاوي، استادانو او زرګونو محصلینو ګډون کړی و.

 

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې په دې ډول دیني مجالسو کې ګډون کول زموږ اېمان تازه کوي، زړونه مو قوت مومي، خپلو اعمال ته لا متوجه کېږو، دغه راز الله تعالی مو ګناهونه رابخښي او الله تعالی ته لا رجوع کوو.

 

محترم شیخ صاحب په ټولنه کې د علماء کرامو ارزښت بیان کړ او ویې ویل: "لکه څرنګه چې یوه سخته ناروغي د ماهرو ډاکټرانو درملنې ته اړتیا لري، همداسې ټولنه د علماء کرامو لارښوونې او علم ته اړتیا لري؛ علماء کرام د دین ساتونکي دي او په تاریخ کې یې د الله تعالی له دین، کتاب او نبوي سنتو څخه دفاع کړې ده." او زیاته یې کړه علماء کرامو تر موږ او تاسو دین را رسولی، نو پکار ده چې د خپلو علماء کرامو ټول اقوال په زړه کې وساتو او عمل پرې وکړو.

د لوړو زده کړو وزیر محصلانو ته په خطاب کې وویل چې که غواړئ په دونیا او اخرت کې سرلوړي ترلاسه کړئ؛ نو په دواړو علومو دیني او عصري ځانونه ښه سمبال کړئ. دغه راز محترم شیخ صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کې محصلانو ته بېلابېلي سپارښتني وکړې.

 

 د یاونې وړ ده چې دغه اوه ورځنی سمینار په کندهار پوهنتون کې د سهیل لویدیځ زون لسو ١٠ امارتي او خصوصي پوهنتونونو (کندهار، اناسټو، هلمند، نیمروز او فراه امارتي او همدا راز ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر خصوصي پوهنتونونو) ٥٥٠ تنو محصلانو ته دائر شوی و.

 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS