د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

naser_admin
Mon, Sep 08 2025 6:37 AM
45453372000024

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د خصوصي پوهنتونونو استازو په غړیتوب ترسره شوه. 

د شورا په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې دغه وزارت د امارتي او خصوصي پوهنتونونو پرمختګ، معیاري کېدو، ملاتړ او ارتقا ته ژمن دی. 

محترم شیخ صاحب د لوړو زده کړو عالي شورا د دغه وزارت د مهمو پرېکړو تر ټولو ستره مرجع وبلله او ویې ویل چې دې شورا ته ټول وړاندې شوي موارد د ټولنې له اړتیا سره سم او د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت ټولو اصولو، معیارونو او کیفیت په پام کې نیولو وروسته راغلي او د ایجاد ټول شرایط یې پوره کړي دي. 

محترم شیخ صاحب زیاته کړه چې دغه وزارت د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته په کور دننه د لوړو زده کړو پرمختګ او پراختیا په موخه په طبیعي او ټولنیزو علومو کې شاوخوا (۱۰۰) د ماسټري او څه باندې (۳۰) د دوکتورا نوې برنامې ایجاد کړي، چې په کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب، کرنې او نور برخو کې شاملې دي. 
همدا راز لا هم هڅه کېږي چې د افغان ځوانانو او افغانستان اړتیاوو پوره کېدو او ځان بسیاینې لپاره د فوق لېسانس برنامې ایجاد شي، چې د دغو برنامو پر مخ وړلو لپاره د داخلي استادانو سربېره، په لوړو معاشاتو بهرني استادان هم ګمارل کېږي او دا لړۍ روانه ده. 

 نوموړي وویل چې له فتحې وروسته لله الحمد په تېرو څلورو کلونو کې ډېر اصلاحات راغلي، کیفیت لوړ شوی او معیارونه تطبیق شوي دي. 

د لوړو زده کړو عالي شورا له لوري په امارتي پوهنتونونو کې (۴) د دوکتورا، په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې (۸) د ماسټري برنامې او په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې (۵) نوې پوهنځي او همدا راز د هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو په موجود پوهنځیو کې (۳۱) نوې څانګې رامنځ ته شوې. 

د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو عالي شورا د ریاست الوزراء محترم عالي مقام په حکم جوړه شوې، چې د دغه وزارت اړوند د پوهنځیو، برنامو او څانګو ایجاد، لغوې او نورو مهمو پرېکړو مرجع ده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS