د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
Thu, Sep 25 2025 7:04 AM
4564520000044

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د لوړو زده کړو کړو وزیر په یاده غونډه کې، چې په پکتیا ولایت کې جوړه شوې وه، وویل: «هر محصل د خپل زوی حیثیت راته لري، مقتول داسې راته ښکاري لکه خپل زوی مې چې شهید شوی وي، شهید ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم، الله تعالی دې نعمل البدل ورکړي.»

محترم شیخ صاحب وویل، چې درې مجلسونه الله تعالی د خیر مجلسونه بللی دي، یو هغه چې خلکو ته پکې په صدقه او خیر رسولو امر کېږي، دویم هغه چې امر په معروف پکې کېږي او درېیم هغه چې د دوو مسلمانانو د صلحې مجلس وي؛ نو دا ډېر د خیر مجلس دی.

همدا راز  محترم شیخ صاحب  د شهید کورنۍ صبر ته راوبلله، د عفوې له امله یې د الله تعالی له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه ورته وکړه او هغوی ته یې په خطاب کې ویل، چې د الله تعالی له لوري امتحانونه راځي، غمونه او مصیبتونه راځي خو مسلمان باید صبر وکړي او الله تعالی له صابرینو سره دی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د پکتیا ولایت اوسیدونکی او د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصل د یاد پوهنتون بل محصل له لوري په قتل رسېدلی و، چې د مشرانو او سپین ږیرو په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته عفوه وکړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS