د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې له مسولينو سره وليدل

Azizorayakhel.admin
Mon, Oct 05 2020 5:17 AM
a

د هېواد د تقنيني اسنادو پر بنسټ، د هېواد خصوصي، دولتي او تحصيلي بنسټونه د لوړو زده کړو وزارت په وړاندې د يو ډول باور لرونکي دي.

دغه خبرې د لوړو زده کړو وزارت نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصیر د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له مديره ډلې سره د کتنې پر مهال وکړې.

نوموړي په هېواد کې د خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو د وجودي فلسفې ارزښت ته په اشارې سره وويل چې د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونه د لوړ جذب د وړتيا په لرلو سره کولای شي، د هېواد ډېرو ځوانانو ته په بېلابېلو څانګو کې د لوړو زده کړو اسانتيا برابره کړي او په دولتي بنسټونو کې د جذب د کمښت تشه ډکه کړي.

دوکتور عباس بصير څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په يوګوني ډول او پرته له دې چې د تحصيلي ارګانونو خصوصي او دولتي والی په پام کې ونيسي، په هېواد کې به د تحصيلي سکتور د علمي وړتیاوو د لوړولو له پاره خپل پروګرامونه پلي کړي.

د نوموړي د خبرو پر وړاندې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ژمنه وکړه چې د تحصيلي ارګانونو د معياري او پياوړي کولو په لاره کې به د لوړو زده کړو وزارت له تقنيني اسنادو سره سم هڅې وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د دولتي کانکور له لارې، خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته د په شرایطو برابرو داوطلبانو د جذب د څرنګوالي په اړه چې ورته معرفي شوي دي خبرې وشوې.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS