د بنګلدېش هیواد د اسيايي پوهنتون بورسونه چې د وضع شوو شرایطو په پام کې نیولو سره د (۵۱) ښځينه وو له پاره دي، د نوم ليکنې خبرتیا

Akmal_admin
MOHE

د برک موسسې په غوښتنه د (۵۱) هغو ښځینه متقاضيانو له پاره چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله يې اسیایي پوهنتون ته د تحصیلي بورسونو سندونه اجراء شوي نه وواو د یاد پوهنتون له خوا هم په ازموینو کې د ګډون لپاره ټاکل شوې وو خبر ورکول کیږی په هغه صورت کې لاندې سندونه بشپړ کړي؛

- د ښوونځې شهادتنامه

- د تابعیت تذکره

- د بورس ورکونکې مرجع فورم بشپړول

په عین حال کې لاندې شرایط هم باید ولري

 د مرکز او ولايتونو له ليسو څخه ښځينه متقاضيان چې له ۱۳۹۳لمريز کال څخه تر ۱۳۹۷لمريز کال پورې فارغ شوي وي او د ښوونځي د ثانوي دورې د درې کلنو نومرو سلنه يې له ۷۰ کمه نه وي.

- د متقاضيانو بايد انګرېزي ژبه زده وي چې هم په شفاهي او هم په ليکلي ډول ازموينه ورکړای شي.

دوی کولای شي د نورو فورمونو د ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذیرش ۲۱مې غرفې ته مراجعه وکړي او فورمونه دې له ډکولو وروسته تر ۲۳/۷/۱۳۹۹ نیـټي پورې بیرته وسپاري، له ټاکل شوې نیـټي وروسته د نوماندو سندونه په هیڅ ډول نه منل کیږي. د یادونې وړ ده چې په یادو بورسونو کې یوازې هغه متقاضیان نوم ليکی شي چې نومونه یې له دې خبرتیا سره يو ځای شوي وي او په پورته شرایطو برابر وي. د یو تن هغه نوماند چې تر دې وړاندې د تاجکستان په بورسونو کې معرفي شوی و له ليست څخه پاک شوی دی.

 

د نوماندو د نومونو د موندنې له پاره دلته کلیک وکړئ.

 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements