داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د البیروني پوهنتون د انګړ داخلي 2.57 کیلو متره سړک جوړول
داوطلبۍ ته د بلنې شمیره:
/W-016/REBID MOHE/99 /NCB
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې د البیروني پوهنتون د انګړ داخلي د 2.57 کیلو متره سړک جوړولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې اړوندي شرطپاڼې نقل د ملي تدارکاتو له سایټ(www.npa.gov.af) یا هم د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د سهار (۱۰) بجې د چهار شنبې ورځ د ۱۳۹۹/۸/۱۴ نیټې پوري د لوړوزده کړو وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته، دریمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري، وسپاري. وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه(۲۵۰۰۰۰۰) دوه میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ دي. د آفر پرانیست غونډه د لوړوزده کړو وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست د پرانستوغونډو په تالارکې جوړیږي.
