د كابل په پوهنتون کې د نابينايانو نړيواله ورځ (سپيڼه لکڼه) ونمانځل شوه

Akmal_admin
Thu, Oct 15 2020 4:04 AM
MOHE

د كابل په پوهنتون کې د نابينايانو نړيواله ورځ (سپيڼه لکڼه) ونمانځل شوه.

په ياده غونډه کې د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصير، د کابل پوهنتون رييس پوهاند محمد عثمان بابري، د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې ذکيې عادلي، د بشري حقونو کمېشنرې بنفشې يعقوبي، يو شمېر نابينايانو او د کابل پوهنتون يو شمېر استادانو او محصلينو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير نابينايانو ته د دوی د نړيوالې ورځې مبارکي وويله او د تحصيلي امکاناتو د برابرولو خبر يې ورکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير تحصيل د هېواد د هر وګړي حق وباله او زياته يې کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قانون پر بنسټ مکلف دی چې د هېواد ټولو وګړو په ځانګړي ډول معلولينو ته د تحصيل اسانتیا برابره کړي. نوموړي له کابل پوهنتون څخه چې نابينايانو ته يې د تحصيل اسانتیا برابره کړې مننه وکړه او په دې پوهنتون کې يې د برېل کتابتون د افتتاح خبر ورکړ.

دوکتور عباس بصير زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت تیار دی څو ډېر ژر د معلولينو او په ځانګړي ډول د روښان زړو (روشن دلان) اړتیاوې لکه د ځانګړي تحصیلي نصاب برابرول، غږيز وسايل او د دوی ټولې اړتیاوې ورته برابرې کړي.

د کابل پوهنتون رييس پوهاند محمد عثمان بابري وويل چې معلوليت لرونکي محصلين زحمت ويستونکي او هڅه کوونکي دي، زياته يې کړه چې د کابل پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې ۷۱ تنه معلولين چې له دې ډلې څخه يې ۲۲ تنه نابينا او ۱۹ تنه يې کاڼه دي زده کړې کوي.

بابري وويل چې د کابل پوهنتون نابينا محصلين د نورو محصلينو په څېر زحمت ګالي او تل د مطلوبو تحصيلي شرایطو د برابرولو او د خنډونو د له منځه وړلو له پاره هڅې کوي چې زموږ د پوهنتون له پاره د وياړ وړ دي.

د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې ذکيې عادلي هم په دې اړه وويل چې د معلوليت له ډلې نابينايي لوړو هدفونو ته د نه رسېدو لامل نه کېږي، لکه څنګه چې د برېل خط مخترع لويي برېل، یوناني مشهور شاعر هومر او د فارسي شعر پلار ابو عبدالله رودکي هم نابینايان وو.

د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې وويل چې په عدليې وزارت کې د معلولانو د حقوقو قانون تر کار لاندې دی او په دې قانون کې د وړيا لوړو زده کړو، د دوی له پاره بوختيا او مالي ملاتړ، په دولتي ادارو کې د معلوليت لرونکو کسانو په کار ګمارنه او د ډېرو نورو چارو اسانتیاوې په پام کې نيول شوې دي.

د بشري حقوقو کمېشنرې بنفشې يعقوبي هم نابينايانو ته د دې ورځې مبارکي وويله او د معلولينو د ملاتړ غوښتنه يې وکړه. نوموړې زياته کړه چې له معلوليت لرونکو کسانو سره بايد د بشپړو ټولنيزو او وګړنيزو حقوقو له مخې چلند وشي او د دوی له پاره د تعليم او تحصيل ځانګړي شرایط برابر شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS