لوړو زده کړو وزیر د زابل له والي سره وکتل

baqir_admin
Wed, Jan 20 2021 10:38 AM
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصير په خپل دفتر کې د زابل له والي، په ولسي جرګه کې د دې ولايت د خلکو له استازې او د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسسې له رييس سره وکتل.

د کتنې په پيل کې د زابل ولايت والي جنرال احمدګل رسولي او زهرا توخي په یاد ولایت کې د تحصيلي او تعليمي شرایطو او په دې برخه کې يې د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دوی څرګنده کړه چې د زابل ولايت د پوهنې سېستم د معياري کولو په برخه کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري، چې لوړو زده کړو وزارت د دې هدف د پوره کولو له پاره د زابل ولايت ښوونکو ته د تحصيلي اسانتياوو په برابرولو سره مرسته کولای شي.

همداراز د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسسې رييس پوهنيار احمد الله کاکړ، د دې موسسې د اړتیاوو په اړه چې د تدريسي، اداري ودانیو نه لرل، د پښتو، انګریزي او ديني زده کړو د څانګو جوړول، د اداري او کادري بستونو زياتول، د شپې پوهنځيو جوړول او د دې موسسې د نورو اړتیاوو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د دوی غوښتنې او ستونزې له اوریدو وروسته، د زابل له والي او د زابل ولايت د لوړو زده کړو موسسې له مسوولينو يې د دې ولايت د تعليمي او تحصيلي نظام پياوړتيا ته د دوی د پاملرنې له کبله مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزير وویل چې د خپلو هغو ژمنو پر بنسټ چې د جمهوري رياست د عالي مقام له رهبري، په ملي شورا کې د خلکو له استازو او افغان ولس سره یې کړې دي، هغه دا چې د هېواد د تحصيلي بنسټونو د پراختيا او د متوازن پرمختګ په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ نکوي.

ډاکټر عباس بصير همداراز د اداري او تدريسي ودانيو په اړه وويل چې د د دې وزارت مالي او اداري معينيت ته يې دنده سپارلې چې د تحصيلي بنسټونو د ودانيو د پروژو موضوع د ښار جوړولو له وزارت سره له نژدې وڅاري، نوموړي همدازار د دوی د غوښتنو په اړه څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو وزارت به د وړاندې شوو اړتیاوو د ترسره کولو له پاره د امکاناتو په پام کې نيولو سره اقدام وکړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS