د لوړو زده کړو د معلوماتي مديريت د سېسټم کميسيون جوړ شو

baqir_admin
Thu, Jan 28 2021 8:39 AM
g

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي مدیریت سېسټم کمیسیون (HEMIS )  جوړ او په کار يې پیل وکړ.

د دې کمیسیون د جوړېدو موخه تر یو چتر لاندې د مدیریتي او معلوماتي سېسټمونو بیا کتنه او راټولول دي او د دې وزارت د ادارو د اړتیا وړ سېسټمونو جوړول یوه اړتیا ده.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د یاد کمیسیون ريیس نور احمد دروېش، د دې سېسټم جوړول الکټرونیکي حکومتولي او په لوړو زده کړو وزارت کې له جوړ شوو الکټرونیکي سېسټمونو څخه اغېزمنه استفاده وبلله.

هغه وویل له دې وروسته په لوړو زده کړو وزارت کې مدیریتي او معلوماتي سېسټمونه، د دې کمیسیون له دقیقې ارزونې وروسته د معلوماتو او احصایې له ادارې سره په همغږۍ، د پلي کېدو او استفادې اجازه تر لاسه کوي. ښاغلي دروېش څرګنده کړه، د ولسمشرۍ د عالي مقام د فرمان له مخې به د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۰لمريز کال تر پایه خپل ټول مدیریتي او معلوماتي سېسټمونه برېښنايي کړي، وروسته يې د کمیسیون غړو د کمیسیون، اداري جوړښت، میکانېزم او د دندو د لایحې په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او د کارونو د ښه ترسره کولو په موخه يې درې بېلابېلې کمېټې جوړې شوې، د کمیسیون منشي ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې ناسته کې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې یو با صلاحیته استازی ګډون وکړي او د لوړو زده کړو وزارت ته د احصايې او معلوماتو یوه تخنیکي ډله را وبلل شي؛ څو د دې وزارت د مرکزي ادارو د اړتیا وړ سېسټمونو په چمتو کولو کې تخنیکي مرسته وکړي.

دا سېسټم د رييس او مرستیال په ګډون دوولس تنه غړي لري او په پام کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي مدیریت سېسټم (HEMIS دویمه ناسته تر دوو اونیو جوړه شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS