د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ازبېکستان لوړو او نیمه متوسطه مسلکي زده کړو له معین سره خبرې وکړې
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ازبېکستان د لوړو او نیمه متوسطه مسلکي زده کړو وزارت معین ښاغلي اوزاقبای بیګم قلوف سره په داسې حال کې چې په تاشکند کې د افغانستان سفیر هم حضور درلود؛ ویډیويي ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې چې د دواړو لورو د باندنیو چارو مسوولین هم حاضر وو، په ترمز کې د افغان محصلینو پر ستونزو او د هغو پر حل لارو، د ازبېکستان د بورسونو پر بهیر، د ازبیکي ژبې او ادبیاتو د علمي کادر غړو د ماسټرۍ او دکتورا پر بورسونو او نورو علمي مسایلو تفصیلي خبرې وشوې.
په پای کې پرېکړه وشوه چې دواړه لوري به د ستونزو پر حل لارو کار وکړي او د لاښې همغږۍ لپاره به راتلونکو اونیو کې د تطبیق په موخه په ګډه اقدام وکړي.
