د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا جلسه داېره شوه

baqir_admin
Wed, Feb 03 2021 5:36 AM
g

لوړو زده کړو وزارت کې د ډاکتر عباس بصیر تر مشرۍ لاندې د رهبرۍ غړو غونډه وکړه، په غونډه کې يې په مشخصو مسایلو بحث وکړ او لازم تصمیمونه يې ونیول.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر د اسلامي نړیوال پوهنتون د جوړولو پروسې د چټکتیا او د دولت د لوړ مقام د لارښوونو په اړه يې توضیحات ورکړل، وزیر عباس بصير وویل په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت په ګډون د څو ادارو ګډه کمېټه جوړه شوې ده چې مشري يې د بهرنیو چارو وزارت په غاړه ده او په هېواد کې د جوړېدونکي نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو د پروسې په اړه به کار کوي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د یاد نړیوال اسلامي پوهنتون په اړه چې په ننګرهار ولایت کې جوړېږي؛ هر اړخیز معلومات ورکړل او د ترسره شوو کړنو، ستونزو او خنډونو په اړه يې د غونډې ګډونوالو ته تفصیلي څرګندونې وکړې، له تخنیکي بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې د دې موضوع په اړه مشخصه کمېټه جوړه شي.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش ريیس د عالي تفتیش د موندنو او سپارښتنو په اړه پر جوړ شوي عملیاتي او تطبیقي پلان خبرې وکړې او د خصوصي تحصیلي بنسټونو په اړه يې د ولسمشر د حکم د پلي کېدو معلومات ورکړل چې له بحث وروسته د یاد شوی پلان په پرانسیپ کې د تایید وړ وګرځيد.

په عین حال کې د جګړه ځپلو ولایتونو د بې وزله ځوانانو له پاره په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د وړیا زده کړو د زمینې برابرولو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې، همداراز د لوړو زده کړو وزیر د مرکزي ادارو ټولو ريیسانو ته لارښوونه وکړه چې د مراجعینو ستونزې واوړي او د اسنادو د طي کولو پروسې پړاوونه چټک کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS