د لوړو زده کړو علمي معين د اوبو د علم په برخه کې د يونسکو له مسئولانو سره وکتل

baqir_admin
Sat, Feb 06 2021 6:00 AM
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د اوبو د علومو په برخه کې د یونسکو د مسوولينو او افغانستان کې د اوبو مدیریت او تنظیم مسوولینو په ګډه غونډه کې ګډون وکړ او د افغانستان د اوبو مدیریت په څرنګوالي یې د لوړو زده کړو وزارت پر رول خبرې وکړې.

په دغه ویډیويي غونډه کې د افغانستان د اوبو او چاپېریال ملي څېړنیز مرکز رییس ښاغلي ډاکټر وسیم اقبال، د بهرنیو اړیکو او بورسیو د تنظیم، څېړنې، ژباړې او تالیف د مرکز رييسانو، د اوبو د تنظيم او چاپېريال ساتنې د ملي ادارو رييسانو او په کابل کې د يونسکو استازي هم حضور لاره. دغه غونډه په پاريس کې د افغانستان د سفير او يونسکو کې د افغانستان د دایمي استازي ښاغلي همایون عزیزي په همغږۍ جوړه شوې وه او موخه یې د اوبو د مديریت په برخه کې د هغو ستونزو اوارول وو چې افغانستان اوس ‌مهال ورسره مخ دی.

د خپرونې په لړ کې لومړی یونسکو کې د هایدرولوژیکو نړیوالو پروګرامونو مدیر ښاغلي ابو اماني د اقلیمي بدلون په عمومي وضعیت او د پاکو اوبو په سرچینو یې د اغېز په اړه پرزېنټېشن وړاندې کړ او د دې ستونزې د حل له پاره یې د یونسکو سازمان او هېوادونو په ګډه همکارۍ رڼا واچوله.

وروسته یونسکو کې د افغانستان دایمي استازي ښاغلي همایون عزیزي او څو نورو اړوندو متخصصینو په هر اړخیز ډول د اقلیمي بدلون، د چاپېریال برخه کې شته ستونزو او افغانستان کې د پاکو اوبو د مدیریت په برخه کې پر ستونزو خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د دې غونډې د جوړولو له امله په پاريس کې د افغانستان د سفير همايون عزيزي له هڅو مننه وکړه. همداراز يې د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو له کبله چې د اوبو او چاپېريال ساتنې په اړه يې کړې دي خبرې وکړې. د اوبو او ژوندانه چاپېریال د دې مرکز جوړول يې په دې برخه کې يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله چې د علمي څېړنو او د وړ او عملي کړنو د ترسره کولو له پاره به د افغانستان د اوبو له سرچينو اغېزمنه ګټه اخلي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي افغانستان کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د ارقامو په وړاندې کولو سره، د یادو اوبو د مدیریت په برخه کې په ستونزو، فرصتونو او امکاناتو خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مناسبو کړنلارو د عملي کولو په تړاو د یونسکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همداراز د اوبو او چاپېریال ملي څېړنیز مرکز رییس ډاکټر وسیم اقبال هم د یاد مرکز جوړښت، فعالیت او لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړل او د یاد مرکز په کاري برخه کې یې ځینې وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري وړاندیز وشو چې د اوبو او چاپېریال ملي څېړنیز مرکز په یونسکو کې د دویمې کټګورۍ په توګه ومنل شي او د IHP کمېټې علمي کادر اړوند Chair یا د یونسکو اړوندو اوبو برخو کې د ځای درلودل په پام کې ونیول شي.

همداراز د اوبو اړوندو څانګو کې یې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د علمي کادر د ظرفیت لوړولو، د اړوندو برخو څانګو بیاکتنې او د علمي کادر غړو له پاره د لنډمهاله کورسونو جوړولو په موخه د یونسکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادې ناستې په پای کې له اړوندو ادارو غوښتنه وشوه چې د اوبو د لاښه مدیریت څرنګوالي په اړه خپل وړاندیزونه او پروپوزلونه له یونسکو سره شریک کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS