د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کمېسیون ناسته جوړه شوه

baqir_admin
Wed, May 05 2021 12:05 PM
g

د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کمېسیون ناسته د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په مشرۍ جوړه شوه. په دې ناسته کې د دغه وزارت معینانو، د مرکزي ادارو رییسانو، د مرکز څلورګونو پوهنتونونو رییسانو او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې رییس هم شتون درلود.

په دې ناسته کې د زدکړیالانو چارو ته د رسېدنې، په ناقانوني ډول د ځینو پوهنځیو او څانګو جوړول او فعالیت او همدارنګه په خپلسري توګه د ځينو لوړو زده کړو خصوصي موسسو په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د خصوصي لوړو زده کړو چارو د ریاست او د علمي پروګرامونو د پرمختیا او د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د راپور پر بنسټ د لوړو زده کړو ځینې موسسې او پوهنتونونه له جواز پرته فعالیت کوي او همدارنګه د نویو پوهنځیو او څانګو پر جوړېدو یې لاس پورې کړی او په خپلسري توګه زدکړیالان جذبوي. د دوی دغه کار د علمي معتبرو بنسټونو پر وړاندې تور داغ دی او کیفیت تر پښو لاندې کوي او د هېواد د ځوانانو برخلیک له ستونزو سره مخ کوي.

د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کمېسیون پرېکړه وکړه دا چې د لوړو زده کړو وزارت په وار وار د خصوصي تحصیلي بنسټونو د خپلسرو فعالیتونو د پایلو په اړه معلومات ورکړي، نو د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو جدي څارنه دې وشي. دغه د یوه راڼه او څرګند میکانیزم پر بنسټ د ټولو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د خپلسرو فعالیتونو مخه ونیسي ترڅو هغه د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه چې د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو خلاف فعالیت کوي، قانوني چلند ورسره وشي او په راتلونکي کې د قانون نه ماتولو ژمنه ترې واخیستل شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS