په پام کې ده چې د هېواد په لویو پوهنتونونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټري پروګرامونو ته لار هواره شي

baqir_admin
Mon, May 10 2021 6:09 AM
g

په پام کې ده چې د تقنیني اسنادو پر بنسټ د هېواد لویو پوهنتونونو تر منځ د ماسټرۍ ګډ پروګرام په لوړ او معیاري کیفیت رامنځته شي چې په لومړي نوښت کې د هېواد د دولتي پوهنتونو تر منځ د ۷ اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ به د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د ماسټري پروګرام ته لار هواره شي.

دغه انلاین ناسته نن د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ تر سره شوه چې د دغه وزارت ځینو رییسانو او ۷ پوهنتونونو استازو هم ګډون پکې کړی وو. د هوکړې د غني کولو په اړه هر اړخیزې خبرې پکې وشوې.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ورته پروګرامونو موخه چې د یوه نوي مودل پر بنسټ له شته اسانتیاوو څخه په ګټې تر سره کېږي، د ماسټرۍ په کچه د کادرونو او څانګپوهانو په روزنه کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو له تخنیکي، معنوي او انساني سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه، د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د کادرونو روزنې او په هېواد کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې او پیاوړتیا پروسې ته لار هوارول وبلل.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې له فوق لېسانس زده کړو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او په دې برخه کې د ولسمشرۍ عالي مقام سپارښتنې هم د هېوادوالو د غوښتنو پر بنسټ شته ده.

پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د نورو څانګو پلي کولو په موخه له دغه مودل څخه د هېواد لویو پوهنتونونو په همکارۍ په هغو بنسټونو کې ګټه واخیستل شي چې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کولو اړتیا پکې لیدل کېږي.

هغه همدارنګه په هوکړه کې د شاملو پوهنتونونو علمي مرستیالانو ته سپارښتنه وکړه چې د یادې مسودې د بډاینې او ښه پلي کولو په پار ګډې ناستې جوړې کړي او د دې میاشتې تر پایه خپل نظرونه او وړاندیزونه له لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي.

د مسوولینو په وینا په دغه پروګرام کې کابل، ننګرهار، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې، بلخ، هرات او شیخ زاید پوهنتونونه شامل دي، چې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به یاد پروګرام په عملي توګه پیل شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS