د قزاقستان هېواد د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د بورسونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

baqir_admin
Thu, Jun 10 2021 4:24 AM
g

د قزاقستان هېواد د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د بورسونو رقابتي ازموینه نن په لوړو زده کړو وزارت کې واخیستل شوه.

د هغې هوکړې پر بنسټ چې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت او قزاقستان هېواد تر منځ لاسلیک شوې، د قزاقستان هېواد هر کال د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه ۳۰ تحصیلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکوي چې د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه د تحصیلي بنسټونو استادانو ته ځانګړي شوي دي.

دغه بورسونه د افغانستان د اړتیاوو پر بنسټ د ماسټرۍ په کچه په (کیمیا، فزیک، بیولوژي او نړیوالو اړیکو) او د دوکتورا په کچه د (اقتصاد او نړیوالو اړیکو) په برخو کې دي.

په نننۍ رقابتي ازموینه کې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره ۴۰ نوماندانو ګډون کړی وو چې له هغو څخه به یې ۱۲ کسان د ماسټرۍ او ۲ کسان د دوکتورا لپاره د لوړو نومرو پر بنسټ وټاکل شي.

نننۍ ازموینه د قزاقستان هېواد او لوړو زده کړو وزارت پلاوو په ګډه څارله.

په پام کې ده چې د لېسانس په کچه د قزاقستان هېواد د بورسونو ازموینه سبا واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ۳۰۰ افغان ځوانان په بېلابېلو تحصیلي کچو په قزاقستان کې په زده کړو بوخت دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS