د "اداري فعالیتونو ډیجيټل کول او د انټرنټ او ټولنیزو شبکو د مدیریت څرنګوالی" روزنیز ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
Tue, Jun 22 2021 4:04 AM
g

د بدخشان پوهنتون کارکوونکو لپاره "د اداري فعالیتونو ډیجیټل کول او د انټرنیټ او ټولنیزو شبکو مدیریت څرنګوالي" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

د بدخشان پوهنتون عمومي رئیس پوهندوی محمد قاسم آریا په اوسني وخت کې د حکومتي ادارو الکترونیکي کول مهمه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د بدخشان پوهنتون علمي او اداري کادر غړې باید له الکترونیکي حکومتولۍ سره په ښه توګه بلد وي او زدکړیالانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې سم عمل وکړي.

د بدخشان پوهنتون رییس د علمي او اداري کارکوونکو ظرفیت لوړول یو مهم اصل یاد کړ او زیاته یې کړه چې په اوسني وخت کې له انټرنیټ څخه ښه ګټه اخیستنه خپلو لوړو موخو ته په رسېدو کې موږ سره مرسته کوي، او د بدخشان پوهنتون هېڅ غړی باید له انټرنیټ او معاصر ټکنالوژۍ څخه لیرې پاتې نه شي.

د بدخشان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي سرپرست پوهنیار محمد ظفر نبي زاده وویل چې په پام کې ده د یاد پوهنتون مشرتابه د لارښوونې پر بڼسټ د بدخشان پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته په دې برخه کې نور پروګرامونه هم جوړ شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS