د دوو تدارکاتي پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

baqir_admin
Wed, Jun 23 2021 12:19 PM
g

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت سرپرست او قراردادي شرکتونو ترمنځ نن د دوو تدارکاتي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په دغو پروژو کې د کندهار، نورستان، زابل، فراه، پکتیا، دایکندي، بلخ او هلمند ولایتونو په پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو کې په ټولیزه توګه د څه دپاسه ۵ میلیونو او ۳۷ زرو افغانیو په ارزښت د سولر سیسټم نښلول او د څه دپاسه ۶۵۶ زرو افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت مرکز لپاره د Google G Suite له لارې د الکترونیکي مراسلاتو تخنیکي خدمتونو پروژه شامله ده.

د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ربیس او مالي او اداري معینیت سرپرست عبدالله صوفي زاده د دې تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې په داسې حال کې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او زېربناوو او اداري رییسانو شتون درلود ګټونکو شرکتونو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ یې له هغوی وغوښتل چې د تړون له شرایطو سره سم د خپلو پروژو پر پلي کولو کې جدي واوسي، په وخت یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.

عبدالله صوفي زاده وویل چې تړون کوونکي شرکتونه به پروژې د اړوندو ریاستونو په همغږۍ مخته وړي او دغه ریاستونه به د دوی د کارونو کیفیت څاري.

د معلوماتي ټکنالوژي او اداري او زېربنا رییسانو هم د پلي کوونکو شرکتونو څخه وغوښتل چې د خپلو پروژو په وخت او کیفیت لرونکي پلي کولو کې جدي واوسي.

د شرکتونو استازو هم ژمنه وکړه چې د تړون په پلي کولو او په ټاکلي وخت د پروژو په بشپړولو کې به جدي او ځوابویونکي وي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS