لوړو زده کړو وزارت ولس ته د دولت حساب ورکولو برنامه کې د (۱۱) تر ټولو غوره ادارو په ډله کې راغلی دی

baqir_admin
Sun, Jun 27 2021 10:28 AM
g

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي؛ چې لوړو زده کړو وزارت د حساب ورکولو په برخه کې تر اویا سلنې لوړ شاخصونه په پام کې نیولي چې له امله یې د یوولس عالي ادارو په ډله کې راغلی دی.

د دغه کمېسیون د راپور پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت په ګډون ۱۱ ادارو هغه شاخصونه په پام کې نیولي وو چې له مخې یې یوه اداره په عالي درجه بندۍ کې راځي.

له دې سره د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د نشراتو سرپرست رییس پوهنیار حامد عبیدي وايي؛ چې دوی تل هېوادوالو ته د اطلاع رسونې او خدماتو وړاندې کولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو هڅه کړې ده.

"موږ تل هڅه کړې چې هېوادوالو ته ښه اطلاع رسونه وکړو او خدمات وړاندې کړو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه ټینګار پر همدې دی چې هېوادوال زموږ له اطلاع رسونې راضي وي. ولس ته د دولت حساب ورکولو په برنامه کې مو پوره هڅه وکړه چې خلکو ته د وړاندې شویو خدمتونو په اړه معلومات ورکړو چې له نېکه مرغه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون راپور کې د لوړو زده کړو وزارت په یوولس غوره او عالي ادارو کې راغلی دی."

ولس ته د دولت حساب ورکولو برنامه کې ۶۴ بېلابېلو ادارو ګډون کړی و چې له هغو څخه د لوړو زده کړو وزارت په ګډون ۱۱ ادارو عالي درجه خپله کړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS