د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د فراه ولایت ټولنیزو چارو مرستیالې سره وکتل

baqir_admin
Thu, Jul 08 2021 9:14 AM
g

د لوړو زده کړو پر بنسټونو پانګونه او په دغو بنسټونو کې د ښځو زیاتوالي ته پاملرنه د لوړو زده کړو وزارت له کاري لومړيتوبونه څخه دي.

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د فراه ولایت مقام ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالې مېرمن سهیلا مومن سره  لیدنې پر مهال څرګند کړ.

د فراه ولایت مقام اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې مېرمن سهیلا مومن د فراه د لوړو زده کړو په موسسه کې د علمي، اداري او زیربناوو په برخه کې لاسته راوړنې او پرمختګونه تشرېح کړل او یاده موسسه کې یې د ښځو شمېر کم وباله.

نوموړې په دې موسسه کې د ښځو د شمېر کمښت لاملاند بېوزلي، ناامني، د کورنیو لخوا ښځينه اولاد د زده کړو دوام لپاره نه هڅول او ټرانسپورټي سیسټم نه شتون وښود او ویې ویل چې د فراه ولایت مقام چمتو دی چې د لوړو زده کړو وزارت سره په همکارۍ او نورو اړوند ادارو په مرسته د فراه لوړو زده کړو موسسه کې د ښځو د شمېر زیاتوالي لپاره ګډ کار وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې د دولتي زدکړیالانو چارو رییس پوهنوال محمد شریف امین او د خصوصي زدکړیالانو چارو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي هم شتون درلود، ولایتي پوهنتونونو او موسسو پراختیا ته پاملرنه او د ښځو زیاتوالي لپاره لار هوارول د لوړو زده کړو وزارت د کاري لومړیتوبونو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې دا کار د لوړو زده کړو په زیاترو ولایتي بنسټونو کې ترسره شوی او له دې سره همهاله هڅه کېږي چې د پنځوس سلنه تخفیف رامنځته کولو سره به د لرې پرتو ولایتونو څخه د دولتي لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو جذب کچه لوړه شي.

ورسره پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې د دولتي کانکور ازموینې په پروسه کې به د ښځو لپاره ۱۰ سلنه تخفیف په ټولو څانګو کې په پام کې ونیول شي چې د ښځو شمېر د لوړو زده کړو په بنسټونو کې زیات شي.

د دولتي زدکړیالانو چارو رییس پوهنوال محمد شریف امین او خصوصي زدکړیالانو چارو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي هم په خصوصي دولتي بنسټونو کې د ښځو د شمېر زیاتوالي لپاره خپلې طرحې او لارې چارې تشرېح کړې او ډاډ یې ورکړ چې د اړوندو ادارو سره په همکارۍ کې د ښځو ظرفیت لوړولو او په ولایتونو کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونو کې یې د جذب زیاتوالي لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS