د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو کمېسیون ناسته وشوه

baqir_admin
Sat, Jul 17 2021 10:56 AM
ل

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو کمېسیون نوبتي ناسته نن د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په مشرۍ وشوه.

دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر سربېره علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د مرکزي ریاستونو یوشمېر رییسانو، د مرکزي پوهنتونونو مسوولینو او ځینو نورو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د پیل وینا وکړه او تر هغه وروسته یې له اړوندو ګډونوالو د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه کوم خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې چې له قوانینو او مقرراتو سرغړونه کوي باید جدي چلند ورسره وشي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي هم د یوشمېر پوهنتونونو پر بنسټپاڼو، د رییسانو، علمي او مالي مرستیالانو او پوهنځیو د رییسانو ګمارنې په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې.

بل لور ته اصلي او دایمي ودانیو ته د یوشمېر خصوصي لوړو زده کړو موسسو د لېږد راپور هم واورېدل شو او په اړه یې د پام وړ پرېکړې وشوې.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو او پوهنتونونو رییسانو، علمي او مالي مرستیالانو او پوهنځیو رییسانو په توګه باید هغه کسان وټاکل شي چې د اړوندې مقررې معیارونه یې پوره کړي وي او دویم ځای کې کومه بله دنده ونه لري.

په پای کې د اړوندو برخو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د هغو خصوصي پوهنتونونو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي، چې ستونزې لري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS