د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه

baqir_admin
Sat, Jul 24 2021 12:48 PM
ل

په اصولو او مقرراتو درېدل او له مراجعینو سره غوره چلند د ملکي خدمتونو د یوې ادارې د هر مامور اساسي مکلفیت دی او اړینه ده چې پام ورته وشي.

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د لوی اختر له رخصتۍ وروسته په لومړۍ کاري ورځ د وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ پر مهال څرګند کړ.

د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې چې د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو بدرګه کاوه، د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو او همدارنګه د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې په سمه توګه ترسره کړي

هغه همدارنګه په حاضرۍ درېدل، د ادارې په نظم او ډسپلین کې غور، له مراجعینو سره غوره چلند او د کاري چاپېریال پاکۍ او زرغونوالي د مسوولیت منونکو کارکوونکو نښه وبلله او هغوی یې ورته وهڅول.

د یادلو ده چې لوړو زده کړو وزیر د لوی اختر په ورځو کې هم د کادري روغتونونو ناروغانو پوښتنې ته ورغلی و، د اختر مبارکۍ تر څنګ یې د دغو روغتونونو موظفو ډاکټرانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنې وکړې.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS