د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل طبي پوهنتون او د دغه پوهنتون د کادري روغتونونو له مسوولانو سره ولیدل

baqir_admin
Sun, Sep 05 2021 9:35 AM
ل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني نن د کابل طبي پوهنتون او د دغه پوهنتون د کادري روغتونونو له مسوولانو سره ولیدل او د فعالیتونو او ستونزو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

شېخ عبدالباقي حقاني د ناروغانو درملنه د خدمت تر څنګ، عبادت وګڼله او ډاکټرانو ته یې په خطاب کې وویل، چې تاسو د ټولنې رښتیني خدمتکاران یاست او موږ په ټول توان ستاسو د هڅو او خدمتونو ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه چې زموږ لومړیتوب په خپل هېواد کې د ټولو ناروغانو درملنه ده، چې بهر ته د تګ لپاره اړ نه شي.

شېخ حقاني د ناروغانو د درملنې پر مهال هغوی ته په وخت رسیدګي، ښه چلند او د اسلامي اخلاقو مراعاتول د یوه مسلمان ډاکټر دیني او ملي دنده وبلله او د تدریسي روغتنونونو د ستونزو د هواري ژمنه یې وکړه.

همدارنګه د کابل طبي پوهنتون او د دغه پوهنتون تدریسي روغتونونو مسوولانو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS