د دیني مدرسو لسګونو زده کوونکو او زده کړیالانو په یوه ناسته کې د ا.ا.ا له پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ

baqir_admin
Sun, Sep 12 2021 4:52 AM
ل

د ټولنې له مختلفو برخو ښځې او نجونې چې دیني مدرسو زده کوونکې او زده کړیالانې پکې وې، د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې راغونډې شوې وې او د مختلط تعلیمي او تحصیلي چاپېریال په مخنیوي او د حجاب مراعاتولو په برخه کې یې د ا.ا.ا له پروګرامونو ملاتړ وکړ.

په دغه ناسته کې چې د ښوونې او روزنې پوهنتون په تالار کې تر سره شوه، ویناوالو د ښځو د حقونو په اصطلاح دروغجن شعارونه، چې د اسلام د دښمنانو له خوا ورته تلقین شوي، د اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل او ویې ویل، چې هغوی د افغانستان مسلمانو ښځو واقعي استازیتوب نه شي کولی، بلکې د غربي موخو او خپلو مادي غوښتنو لپاره لاریونونه کوي.

د دغې ناستې ګډونوالو په تحصیلي بنسټونو کې له غیر مختلطو درسونو ملاتړ وکړ او په اسلامي ټولنه کې یې د مختلطو درسونو زیانونه بیان کړل.

هغوی د ا.ا.ا څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، چې د ا.ا.ا د نظام د قوي کولو لپاره هڅه کوي او دا به ثابتوي، چې د حجاب په مراعاتولو سره به د اسلام او اسلامي ارزښتونو واقعي څېره نړیوالو ته وروښيي.

د دغې ناستې ګډونوالو د افغان مسلمانو ښځو او نجونو دندو او مسوولیتونو ته په اشارې سره، له هغوی څخه وغوښتل چې د اسلام مقدس دین ارزښتونه مراعات کړي او هغه ښځې یې ونه غولوي، چې د غیر مسلمانانو او بېګانه وو کلتور ته کار کوي او ځان د افغانو ښځو استازې بولي او د هغو پلانونو او دعوتي لار چارو د مخنیوي هڅه کوي، چې د اسلامي ټولنې د ځواکمن کېدو لامل ګرځي.

دغه ناسته په لاریون او د مسلمانو نجونو لپاره د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو او د همدغو ارزښتونو په شعارونو سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS