د وزیرانو شورا په غونډه کې د دیني مدرسو د اسنادو د معادلت و ارزیابي او د مجاهدینو د تېرو شلو کلونو جهادي خدمتونو او کاري تجربو پر بنسټ، د رتبو د تثبیت په موخه څو کسیزه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې پر یوې طرحې کار وکړي
۱۴۰۰ کال، د لړم ۱۱مه، لوړو زده کړو وزارت
د وزیرانو شورا په غونډه کې د دیني مدرسو د اسنادو د معادلت و ارزیابي او د مجاهدینو د تېرو شلو کلونو جهادي خدمتونو او کاري تجربو پر بنسټ، د رتبو د تثبیت په موخه څو کسیزه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې پر یوې طرحې کار وکړي.
د دغې پلاوي مشري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني صاحب په غاړه لري، چې د چارو ادارې مرستیال شیخ نورالحق صاحب، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ نورالله صاحب او د عدلیې وزارت د عمومي حقوقو رئیس مولوي نورالله صاحب پکې غړيتوب لري.
یاد پلاوي نن خپله لومړنۍ ناسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ په لوړو زده کړو وزارت کې ترسره کړه.
په دې ناسته کې د دیني مدرسو د اسنادو د معادلت و ارزیابي او د مجاهدینو د تېرو شلو کلونو جهادي خدمتونو او کاري تجربو پر بنسټ د رتبود تثبیت د طرحې پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو او ګډونوالو خپل نظرونه سره شریک کړل.
احمد تقي د لوړو زده کړو وزارت ویاند
