د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست د وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو په ملتیا، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا په ناسته کې ګډون وکړ او د دغه پوهنتون د فعالیتونو او ستونزو د حل په اړه یې بحثونه وکړل

Akmal_admin
Sat, Nov 13 2021 1:03 PM
سرپرست معینت امور علمی وزارت تحصیلات عالی همراه با شماری از رییسان ادارات مرکزی این وزارت، در جلسه‌ی شورای علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل اشتراک کرده و در رابطه به فعالیت ها و حل چالش های این پوهنتون بحث کردند

۱۴۰۰کال، د لړم ۲۲مه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست د وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو په ملتیا، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا په ناسته کې ګډون وکړ او د دغه پوهنتون د فعالیتونو او ستونزو د حل په اړه یې بحثونه وکړل. 
په  دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا له غړو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هېواد فعلي شرایط د دې تقاضا کوي، چې هر څوک او هره اداره خپل مسوولیتونه او مکلفیتونه په جدي ډول تر سره کړي، تر څو په هېواد کې د ځوانانو لپاره د زده کړو سمه زمینه برابره شي.  
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو د خپلو فعالیتونو په اړه راپور ورکړ او د دغه تحصیلي بنسټ د کارونو د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. 
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سرپرست، د علمي شورا د غړو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د وزارت رهبري پلاوی هڅه کوي، تر څو یادې ستونزې وڅېړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي. 
همدارنګه دوکتور لطف الله خیرخواه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مختلفو برخو لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون د ښه والي لپاره یې مسوولو کسانو ته سپارښتنه وکړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS