له لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره د المان ستراتیژیکې پراختیایي کمپنۍ د آسیایي څانګې مسوولانو وکتل

Akmal_admin
Wed, Nov 17 2021 11:28 AM
سرپرست وزارت تحصیلات عالی مولوی عبدالباقی حقانی با مسوولان بخش آسیایی کمپنی توسعه استراتژیک آلمان دیدار کرد

۱۴۰۰کال، د لړم ۲۶مه
له لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره د المان ستراتیژیکې پراختیایي کمپنۍ د آسیایي څانګې مسوولانو وکتل. 
 دغه ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت په مقام کې تر سره شوه، د یادې کمپنۍ مسوولانو له لوړو زده کړو وزارت سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ تیاری وښود. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د آلمان له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه وزارت اوږدمهاله او لنډمهاله مرستو ته اړتیا لري، نوموړي زیاته کړه، چې د ځینو پوهنتونونو د ساختماني پروژو تکمیلول، د کابل پوهنتون معیاري کول او د پوهنتنونونو د انټرنيټي سیسټمونو ځواکمنتیا زموږ له لومړیتوبونو او عاجلو اړتیاوو څخه دي. 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې اوسمهال خصوصي پوهنتونونه د محصلانو پر مخ واز دي او د دولتي پوهنتونونو د بندېدو دلیل اقتصادي ستونزې دي. 
وروسته په افغانستان کې د المان د ستراتیژیکې پراختیا کمپنۍ رییس حشمت الله مرادي وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونه او اړتیاوې به وڅېړو او د پلي کولو او عملي ګامونو اخیستلو په برخه کې به یې په راتلونکې ناسته کې خبرې وکړو. په دغه ناسته کې د المان ستراتیژیکې پراختیا کمپنۍ وکیل او سلاکار اولیفِر له لوړو زده کړو وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS