د هېواد سوېلي حوزې په کندهار پوهنتون کې د ښوونیزو بنسټونو د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

Akmal_admin
Thu, Jan 20 2022 8:37 AM
ورکشاپ دو روزه آموزشی برای آگاهی در مورد معیار های برنامه تضمین کیفیت و اعتباردهی نهاد های تحصیلی زون جنوب غرب   کشور در پوهنتون کندهار دایر گردید

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
د هېواد سوېلي حوزې  په کندهار پوهنتون کې د ښوونیزو بنسټونو د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې، چې د جنوبي حوزې په اړوندو سیمو (هلمند، زابل او اروزګان) کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو مسوولینو او استادانو ته د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو د پلي کولو او پوهاوي په موخه جوړ شوی و، په کې د اعتبار ورکولو معیارونه او د هېواد د لوړو زده کړو موسسو په وده او پراختیا کې د هغې د ارزښت په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شول.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو سرپرست رئیس ښاغلي شاکر وحیدي په مشرۍ پلاوي  د کندهار پوهنتون له رئیس ښاغلي ډاکټر محمد زکریا امیر زاده سره هم وکتل.
په دې کتنه کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو سرپرست رئیس یادونه وکړه، چې فکر کېده په هېواد کې له وروستیو پرمختګونو وروسته د کیفیت د تأمین او اعتبار ورکولو بهیر ودرول شي، خو برعکس د دغه وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د لوړو زده کړو وزارت په عملي اقدام او د زون په کچه د ښوونیزو ورکشاپونو په ترسره کولو سره دغه منفي انګېزه د پخوا په پرتله د زیاتو جدي اقداماتو او د هیواد د ولایتي تعلیمي ادارو په لومړیتوبونو سره مثبت لوري ته واړوله.
له بلې خوا د کندهار پوهنتون د رهبرۍ پلاوي رئیس او غړو د پوهنتون د ښوونیزو ورکشاپونو د ترسره کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت په ځانګړي ډول د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د پوره پاملرنې ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید دا چاره دوام ولري.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو رياست د هېواد په لوېديځ (هرات) کې هم ورته ورکشاپ جوړ کړى و، چې لا دوام لري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS