د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.

Akmal_admin
Mon, Jan 24 2022 10:53 AM
د لوړ زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۴مه

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د اکاډمیکو چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې، د اکاډمیکو چارو د نظارت او ارزونې، د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو، د څېړنې، تألیف او ژباړې، پلان، پالیسۍ او تقنین، د علمي پروګرامونو د پراختیا او خصوصي محصلانو چارو رییسانو ګډون کړی و.

د علمي چارو معینیت شورا غړو له اجنډا سره سم د دولتي پوهنتونونو  او لوړو زده کړو موسسو د ستونزو پر حل، ولایاتو ته د پلاوو د سفر د پایلو او د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري د قوانینو پر نقضولو او همدارنګه استادانو ته د سکالرشیپونو د ورکولو په برخو کې پر ستونزو بحث او له قانون سره سمې پرېکړې وکړې.

همدارنګه د شورا غړو د دولتي پوهنتونونو د درسونو د پیل په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او پر هغو خنډونو یې هر اړخیزې خبرې وکړې، چې د پوهنتونونو د پرانیستلو پر وړاندې رامنځ ته شوي دي.   

 

 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS