د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتورلطف الله خیرخوا له لوري د ننګرهار په تدریسي روغتون کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او رغنیزو چارو پرانېسته وشوه!

Akmal_admin
Sun, Jan 30 2022 7:45 AM
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتورلطف الله خیرخوا له لوري د ننګرهار په تدریسي روغتون کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او رغنیزو چارو پرانېسته وشوه!

یکشنبه، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتورلطف الله خیرخوا له لوري د ننګرهار په تدریسي روغتون کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او رغنیزو چارو پرانېسته وشوه!

د طبي وسایلو او رغنیزو چارو دا پرانیسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له لوري پر داسې مهال ترسره شوه ، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د ننګرهار پوهنتون رئيس او مرستیالانو، د طب او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو یې ملتیا کوله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په یادو مراسمو کې د پوهنتون تدریسي روغتون د یادو رغنیزو چارو او طبي وسایلو په پرانیسته د خوښۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا به د روغتون د طبي خدماتو او تدریسي بهیر د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې اغېزمن تمام شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د PU-AMI او WHO ادارو ، د لوړو زده کړو وزارت او د تدریسي روغتون د مشرتابه مننه وکړه، چې په مرسته او هلو ځلو یې یادې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي دغه راز د تدریسي روغتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مرسته شویو وسایلو په ساتنه او همدارنګه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

دغه مرسته چې د نړیوالو مرستندویه  ادارو له لوري ترسره شوې، د PU-AMI ادارې د ۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یاد روغتون د سترګې، غوږ، پوزې او ستونې څانګو، د روغتون پخلنځی، کانالیزاسیون سیستم او دوه انتظارخونو د بیا رغونې چارې بشپړې او دغه راز د WHO ادارې د ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره  افغانیو په ارزښت یو پایه ډیجیټل ایکسري ماشين، د تدریسي روغتون ادارې ته سپارل شوی دی.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS