انجنیر ضیاء الرحمن مولوي زاده د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو

Akmal_admin
Mon, Feb 07 2022 11:52 AM
انجنیر ضیاء الرحمن مولوي زاده د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو

انجنیر ضیاء الرحمن مولوي زاده د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.
په دې مراسمو کې د میدان وردګو لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنیار مسعود حسن زي د مالي او اداري چارو له نوي معاون  سره د همکارۍ د کولو پرمهال د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقاء  لپاره د افرادو پر فردي او ټولنیزو مسوولیتونو خبرې وکړې.
 د ښاغلي حسن زي په وینا، وظیفه هغه امانت دی چې حق یې یوازې د صادقانه چلند، اخلاص او تقوا له لارې ترلاسه کېدای شي.
د غونډې په دویمه برخه کې مولوي نثار احمد حاتمي د علم د ارزښت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
ورپسې د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې د بشري منابعو عمومي مدیر محمد امین حکیمي د دغې مؤسسې د مالي او اداري مرستیال په توګه د انجینر ضیاء الرحمن د ټاکلو په اړه د ریاست الوزراء حکم ولوست.
د مراسمو په پای کې د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د دغې موسسې  نوی مالي او اداري مرستیال  په خپل دفتر کې اړوندو کارکوونکو ته ور معرفي کړ، نوي مالي او اداري معاون  په رسمي ډول  خپله دنده پیل کړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS