د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه د لیدنې پر مهال، دغې...

Akmal_admin
Wed, Mar 09 2022 8:45 AM
رئیس تفتیش داخلی وزارت تحصیلات عالی در راس یک هیئت، ضمن دیدار از بخش های مختلف مؤسسه تحصیلات عالی ارزگان،

۱۴۰۰کال، د کب ۱۸مه
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه د لیدنې پر مهال، دغې مؤسسې ته مالي او اداري مرستیال وروپېژانده. 
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس انجنیر اکرام الله صهیب د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه، استادانو او کارمندانو سره د لیدنې پر مهال، محترم عبدالعزیز اماني د دغې مؤسسې د مالي او  اداري مرستیال په توګه وروپېژانده. 
انجنیر اکرام الله صهیب د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې له مسؤلانو مننه وکړه، چې په کمو امکاناتو یې د پام وړ کار کړی دی. دغه راز نوي مالي او اداري مرستیال ته یې د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. 
وروسته د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرسیتال د لوړو زده کړو وزارت له باور څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې په پوره ایماندارۍ به د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختګ لپاره هڅه کوي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS