د هېواد د پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا پنځه ورځینی کلستر نن پای ته ورسېد.

Akmal_admin
Thu, Mar 17 2022 8:39 AM
 د پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا

د هېواد د پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا پنځه ورځینی کلستر نن پای ته ورسېد.
پنج شنبه، ۲۶ کب ۱۴۰۰
په دې مرسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیرمولوي عبدالباقي حقاني، د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي ، استادانو او یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دغې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د استادانو هڅې وستایلې او ویې ویل، کله چې الله ج یو انسان ته د خیر اراده وکړي؛ نو د خلکو خدمت ترې اخلي.
ده زیاته کړه، هر سړی ځیني مسؤلیتونه لري چې استادانو نن خپل مسؤلیت ترسره او دهېواد نوي نسل ته یې یو ښه نصاب برابر کړ.
دغه راز سرپرست وزیر ددې او تېرو کلسترونو پر فعالیتونو باندې خوښي څرګنده کړه او ددې لړۍ د دوامداره ساتلو ژمنه یې وکړه.
همدارنګه ښاغلي حقاني له استادانو وغوښتل، چې تل نوښتګر نظریات د لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي، ترڅو تحصیلي برخه قوي او د نوي نسل د سالمې روزنې سبب وګرځي.

بل لور ته د یاد کلستر د بېلابېلو ټیمونو په استازولۍ یو شمیر استادانو خپل معلومات شریک کړل او دا اقدام یې د راتلونکي نسل لپاره مهم وباله، دغه راز یې د لا ډېر خدمت کولو ډاډ څرګند کړ.

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د هېواد پوهنتونو یو شمیر پوهنځیو اړوند کلسترونه ترسره شوي دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS