د سیاسي تحولاتو او په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو سره د لوړو زده کړو وزارت توانېدلی چې د نورو اساسي او بنسټیزو پروګرامونو تر څنګ د هېواد د تحصیلي بنسټونو د بېلابېلو څانګو نصاب د " یو ملت – یو نصاب "تر عنوان لاندې بیاکتنه د دیني، ملي ارزښتونو په مو

Akmal_admin
Sat, Mar 26 2022 10:16 AM
سیاسي تحولاتو او په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو سره د لوړو زده کړو وزارت توانېدلی چې د نورو اساسي او بنسټیزو پروګرامونو تر څنګ د هېواد د تحصیلي بنسټونو د بېلابېلو څانګو نصاب د " یو ملت – یو نصاب "تر عنوان لاندې بیاکتنه د دیني، ملي ارزښتونو په موخه او د بازار له غوښتنو سره سم په بریالیتوب سره ترسره کړي.

شنبه، ۶ حمل ۱۴۰۱
د سیاسي تحولاتو او په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو سره د لوړو زده کړو وزارت توانېدلی چې د نورو اساسي او بنسټیزو پروګرامونو تر څنګ د هېواد د تحصیلي بنسټونو د بېلابېلو څانګو نصاب د " یو ملت – یو نصاب "تر عنوان لاندې بیاکتنه د دیني، ملي ارزښتونو په موخه او د بازار له غوښتنو سره سم په بریالیتوب سره ترسره کړي.
په هغو کلسترونو کې چې په دې موخه په تېره یوه میاشت کې جوړ شوي، د دولتي او خصوصي تحصیلي ادارو مسوولینو، استادانو، د اړوندو څانګو استازو او د چارو متخصصینو د لېسانس او فوق لېسانس شپږ برنامې د بیا کتنې او پراختیا چارې په لاره اچولي دي.

dd


چې په کې دغه پروګرامونه شامل دي:
۱- د معالجوي طب د نصاب د دوهم پړاو کلستر؛
۲- د ساینس پوهنځیو (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) د نصاب د لومړۍ دورې کلستر؛
۳- د فارمسي او وترنرۍ علومو پوهنځیو د لومړي دور نصاب کلستر؛
۴- د افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس پروګرامونو د تشخیص او تثبیت د لومړي پړاو کلستر؛
۵- د کمپیوټر ساینس پوهنځي اړوندو څانګو د تحصیلي نصاب د لومړۍ دورې کلستر؛
۶- د افتاء او قضاء، دعوت او ارشاد، حدیث، تفسیر ، اقتصاد او اسلامي بانکدارۍ د تخصصاتي څانګو د تحصیلي نصاب د لومړي دور کلستر.

kl

ددې کلسترونو په غونډو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د علمي برنامو د انکشاف رئیس انجنیر روح الله روحاني، د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي او د اړوندو ادارو نورو مسوولینو د نصاب د اهمیت، د هیواد په پرمختګ او ترقۍ د هغې د اغیزو، له داخلي او خارجي مارکیټونو سره د همغږۍ او د نصاب اړوند ورته نورو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته لارښوونې او خبرې وکړې.

kl


د مسوولينو په وينا، د ١٤٠١ لمريز کال په اوږدو کې به د يادو کلسترونو د راتلونکي دورو په تر سره کولو سربېره د نورو څانګو د نصاب د بيا کتنې او پراختيا په برخه کې هم کار وشي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS