د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره د افغان محصلینو جذب او کاري فرصتونو د ورکړې په موخه ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
Wed, Apr 27 2022 12:48 PM
ت

۲۵/۰۹/۱۴۴۳
د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره د افغان محصلینو جذب او کاري فرصتونو د  ورکړې په موخه ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، ددې وزارت مالي او اداري معین مولوي حامد حسیب ، د محصلانو چارو رئیس سید اسماعیل روحاني او د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم رئیس دوکتور نظرمحمد په شمول د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس مراد علي او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په دغې کتنه کې د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس مراد علي د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه په یاد پوهنتون کې د افغان محصلینو جذب زیاتوالي او ځینو صنعتي کمپنیو کې افغان محصلینو ته د کاري زمینې پر برابرولو بحث او خبرې وکړي.
دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد زوني پوهنتونونو پلاوو ته د سفر بلنه ورکړه، ترڅو دغه پلاوي په ترکیه کې له یاد پوهنتون او صنعتي کمپنیو لېدنه ترسره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا له راغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ، د ګډې همکارۍ په موخه د یوه ګډ ټېم پر جوړولو، طرحې برابرولو او ورته نورو مسایلو خبرې وکړې.
همدارنګه علمي معین یاد پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS