د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هلمند ولایت د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو له مسوولینو او استادانو سره ولیدل

Anonymous (not verified)
Mon, Dec 09 2019 7:01 AM
دیدار

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو له مسوولینو او استادانو سره د بيلابيلو اکاډميکو مسایلو په هکله بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د نوموړي ولایت د لوړو زده کړو بنسټونو د مسوولينو څخه د هغوی غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې په تفصیل سره واورېدې.

د هلمند د لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنیار سورګل عبدالرحمان هلمند ولايت ته د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست او ورسره پلاوي له سفره د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د هلمند د لوړو زده کړو موسسه سره له دې چې له ځینو ستونزو سره مخ ده خو بیا هم زیات وړ علمي کادرونه لري چې هغوی ته په کتو له دې نه وروسته به ددې موسسې ټولې غوښتنې د علمي څیړنو په محور کې معیاري وي.

دیدار

نوموړي د یاد اکاډميک بنسټ په دننه کې د دوو نویو پوهنځيو د منظوري څخه په خوښۍ څرګندولو سره د هرې څانګې لپاره د جلا لابراتوار جوړولو، د زراعت پوهنځي لپاره د څیړنیز فارم برابرولو، د استادانو لپاره د لنډې مودې کورسونو رامينځته کولو، د تحصیلي بورسونو او علمي مجلې غوښتونكى شو چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له لوري ورته مثبت ځواب وړاندې کړای شو.

همدا ډول د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د هلمند وادي، اراکوزيا او بُست خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو مسوولينو او استادانو سره په یوه ځانګرې ناسته کې په دغه ولایت کې د هغوی له سرمایه ګذارۍ او د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو څخه مننه وکړه او ویې ویل: " موږ دلته ددې لپاره راغلي یو چې د هلمند له تاریخي او ښکلي ولایت څخه یو واقعي او رېښتيني تصویر له ځان سره ولرو."

هغه وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د تقنيني اسنادو د غني کولو له لارې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د کیفيت د کچې لوړولو په برخه کې ټولو ته په یو ډول سره خپل دوامداره کوښښونه جاري ساتي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل: د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د علمي کادرونو د جذب لایحه چمتو کړې او د هغې په اساس خصوصي پوهنتونو کې د علمي کادر غړي چې د دې لایحې مطابق وي جذبيږي، له ټولو هغو امتيازاتو څخه چې د دولتي پوهنتونو د استادانو لپاره په نظر کې نیول شوي دي، ګته اخیستلای شي.

دیدار

ښاغلي بالا کرزي د کانکور د ازموينې د اخیستلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموينه د ازموينو د ملي ادارې له لورې په کال کې دوه ځلې اخیستله کیږي چې د ګډون کوونکو داوطلبانو لپاره به ازموينه کې د دوی د اخیستل شویو نمرو په اساس په خپلې خوښې خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د تحصیل د ادامې سرټیفیکیټ چې د دوو کلونو لپاره د اعتبار وړ وي ورکول کیږي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د لوړو زده کړو وزارت د موخو په تړاو د تحصیلي کیفیت د لوړولو او د تحصیلي ځانګړي نصاب په برخه کې معلومات ورکړل او ویې ویل چې د لیسانس په برخه کې ۱۶۵ تحصیلي څانګې ځانګړې شوېدې او ټاکل شوي چې د دې کال تر پایه د هغه ۵۰ سلنه بیا وکتل او پوره کړای شي.
نوموړي د درسونو د کیفیت د لوړو په باره کې هم ټینګار وکړ او ويې ویل چې د درسونو د کمیت په باره کې د وروستیو څو کالونو په اوږدو کې په پوره توګه کار شوی دی او کیفیت ته توجه کول ددې وزارت د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري.

پوهنمل بالاکرزي د یادوو شویو خصوصي بنسټونو د مسوولينو غوښتنه (د تدريسي ودانیو جوړښت او پراختيا، په ورکشاپونو او سیمینارونو کې د دوی د استادانو غوښتل) او نورو موضوعات واوريدل اړوند مسوولانو ته یې لازمه لارښوونه وکړه.

دیدار

د یادولو وړ دی چې په هلمند ولایت کې د یو دولتي بنسټ تر څنګ؛ ۳ خصوصي بنسټونه هم فعالیت لري چې د سلګونو هلمندي ځوانانو لپاره یې د تحصیل زمينه برابره کړې ده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS