د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي، د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او دایکندي لوړو زده کړو بنسټونو له مسوولینو او استازو سره؛ د دیني مدارسو د فارغانو د اسنادو د ثبت او ارزونې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
27/9/1443
9/2/1401

په دې لېدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو عمومي رئیس مولوي سیف الدین حماد او د دیني مدارسو د فارغانو د ثبت او سوابقو ادارې رئیس مولوي اسدالله فرید له خوا یادو تحصیلي بنسټونو مسؤولانو او استازو ته د دیني مدرسو د فارغانو د اسنادو د ارزونې، ثبت او د معادلت د څرنګوالي په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
دغه راز د پروسې تخنیکي برخه د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ استازي ضیا الرحمن صافي لخوا تشریح او اړین معلومات ورکړل شول.
د دې لېدنې موخه په هېواد کې دننه او بهر د دیني مدارسو د فارغانو د اسنادو ارزول او برابرول دي، چې یاد پلاوي له دې وړاندې په همدې موخه د هېواد یو شمیر نورو ولایتونو ته هم ورته سفرونه تر سره کړي.